CRI Online

جونکير د اروپا د ختيځې برخې او لويديځې برخې ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 12:38:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کميټې مشر جيان کلاود جونکير د سپتمبر په اتلسمه نېټه د رومانيا په پلازمينه بخارست کې د دريو سمندرګيو غوښتنې په سرمشريزه غونډه کې غوښتنه وکړه چې د اروپا ختيځه برخه او لويديځه برخه بايد خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د تګ راتګ لار خلاصه کړي.

جونکير وويل، چې د اروپا وصل مهم دی، اروپايي ټولنه د دريو سمندرګيو له غوښتنې څخه ملاتړ کوي او د ختيځې برخې او لويديځې برخې ترمنځ د تګ راتګ د نوې لارې جوړونه هڅوي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې يوازې د وصل نوې لار جوړه شي، اروپايي ټولنه د ټولو غړو هېوادونو د اتباعو لپاره ګټور پلانونه پلي کولی شي. اروپايي ټولنه به د اساسي تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې پانګې تامين کړي، څو اتباع په ساده توګه سفرونه وکولی شي او د انرژۍ او د طبيعي ګازو د ليږدراليږد او نورو پروژو کې پانګونې وکولی شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای