د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د مرکزي کميټې اداري ورځپاڼه رودونګ سيمون د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل، چې اوس د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ د ديالوګ د رکود پوره مسئوليت د امريکا پر غاړه دی. امريکا بايد د جګړې ځنډولو د اعلاميې د خپرولو په شمول د مسئلو په اړه صادق تدابير ونيسي.
په ياده تبصره کې راغلي دي، چې د يادو دوو هېوادونو ترمنځ د سلامشورې د اوسني رکود پوره مسئوليت د امريکا پر غاړه دی. امريکا په يادو مسئلو کې د اعتماد جوړولو اراده نه لري، بلکې غواړي چې اټومي وسلې لومړی له منځه يوسي، چې د ديموکراتيکې کوريا لخوا يې کلک مخالف شوی دي. امريکا وويل چې ديموکراتيکه کوريا بايد د اټومي وسلې له پوره پاکولو وروسته پر نورو مسئلو بحث وکړي، خود ديموکراتيکې کوريا په فکر دا بې دليله غوښتنه ده.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |