CRI Online

روسيې د خپلې پوځي الوتکې د غورځېدو په هکله پر اسرائيلو نيوکه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 14:12:21
روسيې د خپلې پوځي الوتکې د غورځېدو په هکله پر اسرائيلو نيوکه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د دفاع وزارت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه وويل، د اسرائيلو جنګي الوتکې په ۱۷مه نېټه په سوريه کې د توندلارو پر موخو د بمبارۍ په وخت کې د حمايتي وسلې په توګه د روسيې پوځي الوتکه وکاروله، د اسرائيلو د دې نامسئولانه کړنې له امله، د روسيې يوه پوځي الوتکه د سوريې د هوايي دفاعي سيسټم لخوا وغورځول شوه او ۱۵ تنه روسي سرتيري پکې ووژل شول.

خو د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د روسيې له ولسمشر پوتين سره په ټليفوني خبرو کې وويل، سوريه بايد د روسيې د پوځي الوتکې د غورځېدو پېښې مسئوليت ومني. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای