CRI Online

شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال د نړيوالې سولې يادګاري فعاليت ته د مبارکۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 14:54:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د نړيوالې سولې يادګاري فعاليت د سپتمبر په نولسمه نېټه د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې پيل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ نوموړي فعاليت ته د مبارکۍ پيغام وليږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې ويلي چې زه د چين د کمونېست ګوند او د چيني حکومت او خلکو په استازيتوب او په خپل نوم د ۲۰۱۸ کال د نړيوالې سولې يادګاري فعاليت ته تودې مبارکي وړاندې کوم، او په يادګاري فعاليت کې د بېلا بېلو هېوادونو د ګډون کوونکو مېلمنو، د ملکي سوله ييزو سازمانو او د امنيتي کارپوهانو ټولنې د استازو او د بېلا بېلو برخو شخصيتونو ته د زړه له کومې هرکلی وايم.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې دې ته اشاره کړې چې سوله تل د انسانانو عمده هيله او توقع ده. په نړۍ کې سوله او پرمختګ د اوسنې زمانې اصلي موضوع بلل کيږي، خو د بېلا بېلو هېوادونو په وړاندې امنيتي خطرونه د پېچليتوب په حال کې دي او د جګړو د ګواښونو مخنيوی نه شي کېدای. چيني ملت سوله خوښوونکی دی، چينايان د سولې د اهميت په اړه ژور احساس لري، چين تل د سوله ييز پرمختګ پر لارې ټينګار کوي او د نړيوالې سولې ابادوونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتونکی به وي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای