CRI Online

د شانګهای د پو دونګ سيمه د غوره او لوړ پوړيو استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو لپاره زيات تدبيرونه نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 15:11:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پروټين د دولتي علمي مرکز او د شانګهای د ستر کمپيوټر مرکز په شمول لسګونه علمي ارګانونه د شانګهای د پو دونګ په سيمه کې پراته دي او يادو ارګانونو ډېر چيني او بهرني استعداد لرونکي کسان راجلب کړي دي او کوي يې.

د تېرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې په دې سيمه کې د چين د تعرفې لومړۍ ساتونکې منطقه جوړه شوه، په ۱۹۹۵م کال کې په دې سيمه کې د چين لومړی بهرنی بانک رامنځته شو، په ۲۰۱۳م کال کې د چين د ازادې سوداګرۍ لومړۍ منطقه په دې ځای کې جوړه شوه. شانګهای چې د چين په ختيځ کې پروت دی، د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د ډېرو تاريخي پروسو شاهد دی. په تېرو څو لسيزو کې د شانګهای د بدلونونو د يادونې په وخت کې د شانګهای د لوه شي په نوم د دواګانو د توليد شرکت عمومي مديرې جوه هونګ چې د المان تابعيت لرونکې چينايي ده، وويل، 

ستر بدلونونه رامنځته شوي دي. زه په ۱۹۸۳م کال کې له خپل ټاټوبي ون جو ښار څخه المان ته ولاړم او يوه اوونۍ مې مزل وکړ. لومړی زه د بيړۍ له لارې شانګهای ته، ورپسې د اورګاډي له لارې بېجينګ ته او په پای کې د الوتکې له لارې له بېجينګ څخه المان ته ورسېدم. په هغه وخت کې په يوې اوونۍ کې يوازې دوه الوتکې المان ته الوتلې. اوس له شانګهای څخه المان ته سفر يوازې لسګونو ساعتونو ته کې تر سره کېدلای شي. د شانګهای بڼه هم بدله شوې. لږه موده کېږي چې د کار لپاره نورو ځايونو ته ولاړم، و مې ليدل چې په شانګهای کې ژور بدلونونه رامنځته شوي دي. که زه له المان څخه بل ځای ته ولاړه شم او يو کال وروسته به په المان کې د هيڅ بدلون نښې ونه وينم.

د ۱۹۹۰م کال په اپريل کې د چين حکومت د پو دونګ سيمې د رسمي ورخلاصون اعلان وکړ او په دغه سيمه کې د اقتصاد او تخنيک د استخراجولو منطقې او د اقتصاد د خاصې منطقې په شمول ګڼ شمېر ځانګړې تګلارې يې پلې کړلې. دوه کاله وروسته د پو دونګ نوې منطقه په رسمي توګه جوړه شوه. وروسته تردې د استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو لپاره يو لړ تدبيرونه نيول شوي دي چې په دغه سيمه کې د دغو کسانو د ښه کار او ژوند لپاره ښه زمينه يې برابره کړې ده. د شانګهای د پو دونګ د استعداد لرونکو کسانو د پرمختګ د نړيوال مرکز مديرې هوانګ يي فې وويل، 

زموږ کارونه په درېيو برخو ويشل کېږي: د مؤسسو نوښت، د نظام نوښت او د کار نوښت. د نظام د نوښت په برخه کې، د سږ کال په اپريل کې د پو دونګ سيمې د استعداد لرونکو کسانو د پرمختګ پنځه دېرش مادې لرونکی سند خپور شو. په دې جمله کې اته مادې د استعداد لرونکو کسانو د ادارې په اړه دي او لومړۍ ماده دا ده چې که غوره او لوړ پوړي بهرني کسان د شانګهای او د هېواد په عمده پروژو کې شامل شي، دوی په چين کې د دايمي اوسيدو غوښتنليک وړاندې کولای شي. په راتلونکې کې به د پو دونګ سيمې د نړيوالو استعداد لرونکو کسانو په مرکز کې د عامه خدمت، بازاري خدمت، اطلاعاتي تګ راتګ او انټرنيټي خدمت په شمول يوه خدمتي صحنه جوړه شي.

د اړوندو شمېرنو له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې د شانګهای د روزګار او ټولنيز ضمانت د ادارې لخوا د راجلب شويو بهرنيانو شمېر له ۱۱۰زرو تنو څخه اوښتی او د هېواد او شانګهای په کچو د بهرنيو استعداد لرونکو کسانو د راجلبولو پروژو شمېر له سلو څخه زيات و چې لګښتونه يې کابو ۱۵مليونه يوانه وو. د سږ کال د مارچ تر پايه پورې شانګهای د سلو غوره او لوړ پوړيو بهرنيانو لپاره د غوره او لوړ پوړيو بهرنيانو استعداد لرونکو کسانو په توګه د بللو سندونه وړاندې کړل چې دغه شمېر په نړۍ کې تر ټولو ډېر زيات دی. د تازه شمېرنې له مخې، شانګهای په مسلسلو شپږو کلونو کې د بهرنيانو په سترګو کې د چين د ډېر جذابه ښار په توګه بلل شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای