CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د سپتمبر د پينوګ يانګ ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 15:14:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا د جمهوريت ولسمشر مون جای اين، څوک چې اوس له پينوګ يانګ څخه په ليدنه بوخت دی د روانې مياشتې د ۱۹ مې نېټې په سهار د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د دولتي شورا له مشر کيم جونګ اون سره د دوهم ځل لپاره خبرې اترې وکړې. تر خبرو اترو وروسته دواړو خواوو د سپتمبر د پينوګ يانګ ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه او له کوريا ټاپووزمې څخه د اټومي وسلو د پاکولو او د دواړو خواوو تر منځ د تبادلې او همکارۍ په اړه د نظريو يووالي ته رسېدلې دي.

د ديموکراتيکې کوريا د اعلاميې سره سم، که امريکا د جون په ۱۲ مه نېټه د ديموکراتيکې کوريا او امريکا تر منځ د ګډې اعلاميې پر بنسټ مناسب تدبير ونيسي، ديمرکراتيکه کوريا به په يونګبيون کې د ذروي تأسيساتو د بيخي له منځه وړلو تدبير غوره کړي. ديموکراتيکې کوريا همدارنګه پرېکړه کړې ده چې د اړوندو هېوادونو د کارپوهان په حضور کې به د تونګ چانګ ري کې د توغنديو توغولو او د انجن د ازموينې ډګرونه له منځه يو سي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای