CRI Online

ايران د دې هر کلی وکړ چې روسيه او ترکيه د سوريې په ادليب کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو په هکله موافقې ته رسېدلي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 15:30:45
ايران د دې هر کلی وکړ چې روسيه او ترکيه د سوريې په ادليب کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو په هکله موافقې ته رسېدلي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، ايران د دې هر کلی وکړ چې روسيه او ترکيه د سوريې په ادليب کې د پوځي عملياتو د ترسره کېدو په هکله موافقې ته رسېدلي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي وويل، په دغه اعلاميه کې ويل شوي، د روسيې او ترکيې ولسمشرانو په دې وروستيو ورځو کې خبرې اترې کړې او د ادليب مسئلې په اړه موافقې ته رسېدلي چې له ادليب څخه د ترهګرو د بيخي پاکولو لپاره يو ستر پرمختګ بلل کېږي. د سپتمبر په ۱۷مه نېټه د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د ترکيې له ولسمشر اردوغان سره د روسيې په سوچي ښار کې کتنه وکړه او پرېکړه يې وکړه چې د سوريې په ادليب ايالت کې به د حکومتي پوځ او د اورپکو ترمنځ يوه غيرپوځي سيمه جوړه شي چې اوږدوالی يې له ۱۵ څخه تر ۲۰ کيلومتره وي.

ادليب ايالت د سوريې او ترکيې په سرحد کې پروت دی او په سوريه کې د حکومت د مخالفو اورپکو تر کنټرول لاندې وروستۍ سيمه ده. د سوريې حکومتي پوځ د دې سيمې د بيا لاسته راړولو لپاره تياری نيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای