CRI Online

د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 15:33:19
د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبله پرانيستل شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ۷۳ مې دورې عمومي اسامبله د سپتمبر د ۱۸مې نېټې په ماسپښين په نيويارک کې پرانيستل شوه، د دې اسامبلۍ عنوان دا دی چې م م په هر وګړي پورې اړه لري: په ګرده نړۍ کې دې د لارښوونې رول او دندې په ويشلو سره يوه سوله ييزه، عادلانه او دوامداره ټولنه جوړه شي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د دې اسامبلۍ په پرانيستونکو مراسمو کې هيله وښودله چې په دغه اسامبلۍ کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشران او جګپوړي استازي د همکارۍ روحيه پراخه کړي او د نړۍ د مهمو موضوعاتو د ليرې کولو لايحې ولټوي.

ګوټريس وويل، د دې اسامبلۍ په موده کې ډېرې اجنداوې شته، مثلا د سولې ساتنه وشي، د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ د اړوندو پروژو لپاره سرمايې راغونډې شي، د نړۍ ځوانانو ته حقونه ورکول او بېوزلۍ له منځه وړل او داسې نور. هغه له ګډون کوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د همغږۍ او همکارۍ او د دغو موضوعاتو د حل و فصل لايحې د لاسليکولو لپاره دې تياريانې ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای