CRI Online

اروپايي ټولنې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه ابتدايي وړانديزونه صادر کړل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 15:47:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميټې د سپتمبر په اتلسمه نېټه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه په دې موخه ابتدايي وړانديزونه صادر کړل چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نړيوال اقتصادي پرمختګ ګڼ شمېر ننګونې حل کولی شي.

د اروپايي ټولنې د کميټې له خوا په يوه خپره شوې اطلاعيه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د څو اړخيز سوداګريز نظام ټينګ ملاتړ کوونکی دی، د اصلاحاتو په اړه د وړانديزونه له دغو دريو مهمو برخو سره اړه لري چې لومړی، د نړيوال اقتصادي پرمختګ د اړتياوو د پوره کولو لپاره بايد اوسني نړيوال سوداګريز اصول بشپړ شي. دوهم، د سوداګرۍ نړيوال سازمان د نظارت رول بايد پياوړی شي. درېيم، د کشالو د حل په اړه د سوداګرۍ نړيوال سازمان د ميکانيزم په وړاندې رکود دې مات شي.

د اروپايي ټولنې د تجارتي کميټې غړي سيسيليا ملمستروم وويل، چې په تېرو لسګونو کلونو کې د څو اړخيزې سوداګرۍ نظام د بېلا بېلو هېوادونو د تصديو لپاره ثابت، اټکل کېدونکی او اغېزمن چوکاټ برابر کړی او د زياتو اقتصادي ځواکونو چټک پرمختګ يې هڅولی. اوسمهال د پرانيستنې، عدالت او اصولو په بڼه د سوداګرۍ تامينول د سوداګرۍ نړيوال سازمان لپاره لازم دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای