د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د دولتي انټرنيتي امنيت د اطلاعاتي اوونۍ پرانيستونکي مراسم په چنګ دو ښار کې تر سره شول. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو غړي او د يادې کميټې د اطلاعاتي څانګې مشر هوانګ کون مينګ په دغه مراسمو کې ګډون او وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې موږ بايد د انټرنيتي پرمختګ له لارې د ځواکمن هېواد د ابادولو په اړه د عمومي منشي شي جين پينګ د مهو افکارو تر لارښوونې لاندې د انټرنيتي امنيت مناسب نظر ټينګ کړو او د هېواد د انټرنيتي امنيت شبکه دې جوړه کړو، څو چې د هېواد د انټرنيتي امنيت او د خلکو قانوني حقوق دې په رښتيني ډول وساتل شي.
هوانګ کون مينګ دې ته اشاره وکړه چې د دولتي انټرنيتي امنيت د اطلاعاتي اوونۍ جوړونه د انټرنيتي امنيت او معلوماتي پرمختګ له لحاظه د انټرنيتي پرمختګ له لارې د ځواکمن هېواد د ابادۍ او د انټرنيتي امنيت په برخه کې د توان د لوړوالي په موخه مهم ګام دی. موږ بايدد انټرنيتي امنيت په اړه د عامو خلکو پوهاوي کچه لوړه کړو، د اړوندو استعداد لرونکو کسانو روزنه دې وکړو او اړوند تعليم او مسلکي روزنې دې تر سره کړو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |