CRI Online

لي که چيانګ د داوس په دوبني فورم کې د خپلې وينا پر مهال وويل چين بايد ورخلاصون پياوړی کړي او خپل بازار ته دې د ننوتلو شرايط نرم کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 16:52:18

د ۲۰۱۸ کال د نړيوال اقتصادي فورم د نويو مشرانو کلنۍ غونډه يعنې د داوس ۱۲ م دوبنی فورم د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه د چين په تيان جين ښار کې پرانيستل شو. د چين صدراعظم لي که چيانګ د پرله پسې شپږم کال لپاره په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه . نوموړي د خپلې وينا پر مهال دې ته اشاره وکړه چې چين بايد ورخلاصون پياوړی کړي، اصلاحات دې په هراړخيزه توګه ژور کړي، خپل بازار ته دې د ننوتلو شرايط نرم کړي،د تګلارو د شفافيت کچه دې لوړه کړي او نظارتي چارې دې لاعادلانه او برابرې کړي.

د داوس د روان دوبني فورم اصلي موضوع دا ده: د څلورم صنعتي انقلاب پر مهال د نوښت وړتيا لرونکې ټولې جوړول. په دغه فورم کې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو ۲۳۰۰ سياستوالو، تاجرانو، کارپوهانو او د خبري رسنيو استازو ګډون کړی و چې دا شمېر د تېرو دورو په پرتله زيات دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای