CRI Online

چين د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډې اعلاميې هرکلی وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 17:44:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جا اين د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له رهبر کيم جونګ ون سره بيا کتنه کړه او ورسره يې د سپتمبر د پيونګ يانګ ګډه اعلاميه لاسليک او خپره کړه.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ په همدې ورځ په بېجينګ کې وويل، چې موږ د دې اعلاميې هرکلی کوو او په دې هکله د دواړوخواوو کوښښونه ستايو. سوله او سمسورتيا، روغه جوړه او همکارۍ د کوريا ټاپووزمې او سيمې د خلکو ګډې هيلې دي. چين د کوريا ټاپووزمې د نږدې ګاونډي هېواد په توګه د دغې ټاپووزمې له شمالی او جنوبي خواوو څخه ملاتړ کوي چې د خبرو اترو او سلامشورو له لارې خپلمنځي اړيکې ښې کړي او روغې جوړې او همکارۍ ته پرمختګ ورکړي. هيله لرو چې دواړه خواوې په پرله پسې او ښه توګه اړونده ګډه اعلاميه عملي کړي ، خپلمنځي راکړې ورکړې او همکارۍ پراخې کړي او د سياسي لارو چارو له لارې د ټاپووزمې مسئلې د حل وفصل او د سيمې د تلپاتې سولې د رامنځته کولو لپاره مثبت رول ولوبوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای