CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: امريکا له يوې خوا له چين څخه د خبرو اترو غوښتنه کوي خو له بلې خوا بنديزونه پرې لګوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 18:37:13

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا له يوې خوا له چين څخه د خبرو اترو غوښتنه کوي خو له بلې خوا بنديزونه پرې لګوي، ښايي دا ډول کړه وړه د امريکا حيلې دي.

امريکا د سپتمبر په ۱۸ مه نېټه اعلان وکړ چې پر ۲۰۰ مليارد ډالرو چيني توليداتو به ګمرکي ماليات لوړ کړي. ګنګ شوانګ په دې اړه داسې وويل، لومړی:موږ به د خپل ټاکلي مهالوېش او نقشې له مخې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړو او د دې ترڅنګ به په ټينګه خپل حقه حقونه وساتو . دوهم :د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ په اصل کې متقابلې ګټې دي . توپيرونه بېروونکي نه دي. د مساواتو، اعتماد او متقابل درناوي پر بنسټ خبرې اترې او سلامشورې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو توپيرونو د حل لپاره يوازينۍ سمه لاره ده. هيله لرو چې امريکا پدې برخه کې ښه نيت او صميميت وښيي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای