CRI Online

وانګ چي شان د ۲۰۱۸ کال د سولې د نړيوالې ورځې د يادګاري فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 21:10:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د سولې د نړيوالې ورځې په وياړ د يادګاري فعاليت د سپتمبر په نولسمه نېټه د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې پرانيستل شو، د چين د دولت مرستيال رئيس وانګ چي شان د ياد فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

وانګ چي شان وويل، چې د سولې نړيوالې ورځې د بېلا بېلو هېوادونو ته د سولې ښايسته هيله ور کړې. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د يادګاري فعاليت ته د مبارکۍ پيغام ولېږه، له دې څخه څرګنديږي چې د چين کمونېست ګوند او د چين حکومت ياد فعاليت ته په ډېره درنه سترګه ګوري.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای