CRI Online

شي جين پينګ د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له لوی درستيز قمر جاويد بجوه سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-19 21:26:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۱۹ مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د ځمکنيو ځواکونو له لوی درستيز قمر جاويدبجوه سره وکتل.

شي جين پينګ په دغه کتنه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل، په دې وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ همکارۍ ډېرې پراخې شوي او زياتې لاسته راوړنې لري. چين د پاکستان هغه کوښښونه چې د خپلو پوځونو د پرمختګ او د ملي امنيت او پرمختګ لپاره يې ترسره کړي، لوړ ستايي. د دواړو هېوادونو پوځونه دې په بېلابېلو کچو خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي، په ټينګه دې د ترهګرۍ پرضد مبارزه وکړي ، د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز د جوړولو لپاره دې خوندېتوب تامين کړي او د دواړو هېوادونو ګډې ګټې او ګډه وده دې تامين کړي.

قمر جاويد بجوه وويل،پاکستان په ټينګه د يوکمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي . هر څنګه چې وضعيت بدليږي، پاکستان به تل له بهرنيو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکړي او د مهمو مسئلو په برخه کې به تل له چين سره يوځای ولاړ وي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای