د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د ماشومانو صندوق د سپتمبر په اتلسمه نېټه يو راپور خپور کړ چې په ټوله نړۍ کې کابو ۳۰۳ مليونه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کلونو څخه تر اوولسو کلونو پورې دي، د زده کړې فرصتونه نه لري چې په دې جمله کې يو په درېيمه برخه له جګړې او مصيبت ځپلو هېوادونو څخه راغلي او شمېر يې ۱۰۴ مليونو ته رسېدلی دی.
دغه راپور چې د م م د ۷۳مې دورې عمومي اسامبلې د پيل په درشل کې خپور شو، په ټوله نړۍ کې د يادو ماشومانو او ځوانانو حالات وڅارل او پر دې يې ټينګار وکړ چې بې وزلي په نړۍ کې د ښوونې او تعليم په وړاندې تر ټولو ډېره لويه ستونزه ده. په دغه راپور کې اشاره شوې چې په جګړې او مصيبت ځپلو هېوادونو کې يو پر پنځمه ځوانان چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو نه تر ۱۷ کلونو پورې دي، نالوستي دي او دوه پر پنځمه برخه له مکتبونو څخه نه دي فارغ شوي. بر سېره پردې، په ټوله نړۍ کې يوازې د څلور سلنې بشري بسپنې په ښوونې او تعليم کې لګول شوې دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |