د چين د اقتصادي مراجعې ورځپاڼې د خبر له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بهرني انټرنيټي سوداګريز بازار د شمېرنې راپور د سپتمبر په نولسمه نېټه خپور شو. د دغه راپور له مخې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د بهرنيو انټرنيټي سوداګريو اندازه ۴۵۰۰ مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې پنځه ويشت زيات شوی دی او د چين د بهرنيو سوداګريو د زياتوالي نوی ټکی ګرځېدلی دی.
په دغه راپور کې راغلي چې د وارداتو او صادراتو په برخه کې، د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې د چين انټرنيټي صادرات او واردات په جلا جلا توګه په عمومي اندازه کې ۷۷.۱٪ او ۲۲.۹٪ نيسي. همدارنګه د انټرنيټي وارداتو انډول د زياتېدو په حال کې دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |