سين هوا اژانس د بهرنيو خبري رسنيو په قول خبر ورکړ چې د اولمپيک نړيوالې کمېټې مشر توماس باک د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د ۲۰۳۲ کال لپاره د اولمپيک دوبنيو لوبو د ګډ کوربتوب په اړه د کوريا جمهوريت او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د هيلې هرکلی څرګند کړ.
د ديموکراتيکې کوريا لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه په پيونګ يانګ کې خبرې اترې وکړې او پکې د اقتصاد، سيلانۍ، طبي چارو، کلتور او سپورټ په شمول څو برخو کې د راتلونکې همکارۍ له مشخصو لايحو څخه د ۲۰۳۲ کال لپاره د اولمپيک دوبنيو لوبو د ګډ کوربتوب هيله هم مطرح شوه.
باک څرګنده کړه چې په پيونګ چانګ کې د اولمپيک تر ژمنيو لوبو وروسته سپورټ يو ځل بيا د کوريا ټاپووزمې او نړۍ د سولې لپاره خدمتونه تر سره کړي. د اولمپيک نړيواله کمېټه په صميمانه توګه اميد لري چې د دغو سياسي خبرو اترو په وسيله دغه دوه هېوادونه د اولمپيک لوبو د کوربتوب غوښتونکو خواوو په ليست کې شامل شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |