CRI Online

مايک پومپيو : د امريکا او کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ کتنه ترتيب شوې ده

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 10:44:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د سپتمبر په ۱۹مه نېټه وويل چې امريکا د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ په ملاقات کې د تر لاسه شويو لاسته راوړنو هر کلی کوي او چمتو دی چې سمدلاسه له ديموکراتيکې کوريا سره ډيالوګ وکړي .د دې ترڅنګ د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ کتنه ترتيبات شوي دي.

نوموړي په يوه اعلاميه کې وويل چې د همدې ورځې په سهار يې د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزير لي يونګ هو ته بلنه ور کړې چې په راتلونکې اوونۍ کې به د م م د عمومي اسامبلې په موده کې يو له بل سره ملاقات وکړي. په عين وخت کې امريکا د دې هېواد استازي ته بلنه هم ور کړې چې ژر تر ژره به په ويانا کې د ديموکراتيکې کوريا په اړه د امريکا پاليسۍ له ځانګړي استازي سټيفان بيګن سره وګوري. هغه زياته کړه چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د لوړ پوړيو چارواکو ترمنځ کتنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بدلولو لپاره د يو لړ مشورو پيل وي.

په همدې ورځ د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبريالانو ته وويل چې د ديموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت ترمنځ ملاقات مثبتې لاسته راوړنې لري.د دې ترڅنګ هغه هغې پوښتنې ته مثبت ځواب ور کړ چې ايا په نژدې راتلونکې کې به له کيم جونګ اون سره د دوهم ځل لپاره ملاقات وکړي او که نه.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای