CRI Online

چين په بريالۍ توګه د بۍ دو لارښوونکي سيستم دوه مصنوعي سپوږمکۍ وتوغولې.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 10:45:34

چين د سپتمبر په ۱۹مه نېټه شپه د شي چانګ مصنوعي سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې د CZ-3B باروړونکي راکټ په کارولو سره د يو ځل لپاره په بريالۍ توګه د بۍ دو لارښوونکي سيستم ۳۷مه او ۳۸مه مصنوعي سپوږمکۍ وتوغولې.

دغه دوه مصنوعي سپوږمکۍ د ۳ ساعتونو تر الوتنې وروسته خپلو ټاکلو مدارونو ته ننوتلې او وروسته به پرې اړوندې ازموينې او ارزونې تر سره شي. د پلان له مخې، چين به د روان کال له پای مخکې د بۍ دو بنسټيز سيستم بشپړ کړي چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته خدمتونه برابر کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای