CRI Online

لي که چيانګ د چين او د منځنې او ختيځۍ اروپا هېوادونو ترمنځ د سيلانيزې همکارۍ د لوړې کچې څلورمې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 10:46:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين او د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د سيلانيزې همکارۍ د لوړې کچې څلورمه غونډه د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د کرواتيا په دوبروفنيک کې تر سره شوه.د چين صدراعظم لي که چيانګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.

هغه په دې پيغام کې وويل چې سيلانيزې چارې په نړيوال اقتصاد کې له هغو چارو څخه دي چې پرمختيايي سرعت يې ډېر چټک دی. په چين او يادو هېوادونو کې سيلانيزې سرچينې ډېرې غني دي، نو په سيلانيزو چارو کې دوه اړخيز همکاريز بنسټ ښه دی او امکانات يې هم ډېر دي.هيله لري چې دواړه خواوې له دې غونډې څخه په ګټه اخيستلو سره سيلانيزې همکارۍ او په کلتوري چارو کې د نظريو تبادلې پياوړې کړي او د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم زيات کړي تر څو بېلا بېل هېوادونه ګډ پرمختګونه ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای