د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې په ۲۱مه پېړۍ کې د ورېښمو سمندري لار په اړه د نړيوالې خپرونې دوهم فورم د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د چين په جو های ښار کې پرانيستل شو چې عمده مضمون يې نوې زمانه، د ورېښمو نوې لار او نوې بڼه ده.
دغه فورم د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن او د ګوانګ دونګ ولايت د سيمه ييز حکومت له خوا په ګډه جوړ شوی دی. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د تبليغاتي چارو څانګې مرستيال او د دې سټېشن مشر شن های شونګ په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې روان کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون د تګلارې د پلې کېدو له ۴۰مې کاليزې او د يو کمربند او يوې لارې په هکله د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له خوا د وړاندې کېدو له پنځمې کاليزې سره برابر دی.د دې فورم د جوړېدو له لارې به په دې برخه کې نوې لاسته راوړنې وښودل شي.د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون عمومی سټېشن به په ټينګه چيني اواز پورته کړي او څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم به وساتي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې نظرونه به خپاره کړي.
دغه فورم پر درېيو فرعي فورمونو ويشل کيږي او په دغو فورمونو کې به د څه باندې ۳۰ هېوادونو اته سوه تنه مېلمانه ګډون وکړي.(غاټول)
ښاغلي شن های شونګ په پرانيستونکو مراسمو کې وينا وکړه
د ګوانګ دونګ ولايت د ګوندي کمېټې مرستيال مشر او د دې ولايت والي ما شينګ ژوی په پرانيسمو مراسمو کې وينا وکړه
په پرانيستونکو مراسمو کې ګډونوال بهرني مېلمانه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |