د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د اسلام اباد سترې محکمې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه پرېکړه وکړه چې پخوانی صدر اعظم نواز شريف، د ده لور او زوم توقيف د لنډ مهال لپاره بند کړي، خو دوی بايد د ضمانت پيسې ورکړي.
محکمې په همدې ورځ د شريف په شمول د څو تنو لخوا د دعوا ګانو په اړه د شاهدۍ اورېدنې ناسته جوړه کړه او ياده پرېکړه يې وکړه. دا چې د شريف په ګډون به څو تنه بندي خانې ته واچول شي که نه، بايد د محکمې لخوا وروستۍ پرېکړه وشي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |