CRI Online

نوی تخنيکونه څنګه انسانانو ته ګټې رسوي؟په چين کې تر سره شوې نړيوالې غونډې دغې پوښتنې ته ځواب ور کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 15:08:56

د مصنوعي ځيرکتيا لومړۍ نړيواله غونډه چې د مصنوعي ځيرکتيا اولمپيک لوبه ګڼل کيږي ،د سپتمبر له ۱۷مې نيټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې په شانګهای کې تر سره شوه.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغام واستاوه او پکې يې وويل چې چين غواړي په دې برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو سره ګډ پرمختګ ومومي، په ګډه سره دې امنيت وساتي او لاسته راوړنې دې ور سره شريکې کړي. له دې څخه ښکاريږي چې که مونږ غواړو چې د نويو تخنيکونو په کارولو سره انساني ټولنې ته ګټې ورسوو، په دې برخه کې به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د مفکورې پياوړتيا او د نړيوال کېدو پرمخبيول مهم ټکی وي.

په ياده غونډه کې ګډونوالو د ښوونې، روغتيا،پولي چارو ،پرچون او خدمتي چارو په شمول بېلا بېلو ساحو کې د مصنوعي ځيرکتيا کارونه او په دې برخه کې يې د پرمختيا سويه احساس کړې ده.په ۲۰۱۸ کال کې د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په هکله د شين کتاب له مخې د همدې کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د مصنوعي ځيرکتيا په اړه د تصديو شمېر په نړۍ کې دوهم مقام نيولی دی.

دا رښتيا ده چې د ۲۰۱۸ کال لپاره د داوس دوبني فورم عمده مضمون د نوښت له لارې د پرمختګ موندلو په هکله د چين له خوا وړاندې شوې ستراتيژۍ سره سمون لري.په څلورم صنعتي انقلاب کې د انټرنټي حسابونو، مصنوعي ځيرکتيا او سيمه ييز ځنځير په شمول ځينی تخنيکونه رامنځته شوي او په انټرنټ کې د شيانو اخيستلو په شمول ځينې نوې چارې هم جوړې شوې دي.اوس مهال د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره د دغو نويو خوځنده ځواکونو خدمتي انډول يوه په درېيمه برخه نيولې او په ښارونو او علاقه داريو کې د استخدام لپاره دغه خدمتي انډول له دوه پر درېيمې برخې څخه اوښتی دی چې دا د چين اقتصاد باکيفيته پرمختګ لپاره بنسټ ايښی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای