CRI Online

"د يوويشتمې پېړۍد ورېښمو سمندري لار " نړيوال کمونېکېشن فورم په جو های ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 15:26:12

د سپتمبر د نولسمې نېټې په مازديګر د چين د مرکزي تلويزيون او راډيو د عمومي ستېشن او د ګوانګ دونګ ولايت د ولسي حکومت په کوربه توب"د يوويشتمې پېړۍد ورېښمو سمندري لار " د نړيوال کمونېکېشن دوهم فورم د چين په جوهای ښار کې پرانيستل شو.

په تېرو زرګونو کلونو کې د ورېښمو سمندري لارې پرانيستونکو او بنسټګرو د ډول ډول پيچلو هوايي او سمندري حالاتو په تجربه کولو سره په بېړيو کې سمندري سفرونه کړي وو، له بېلابېلو ستونزو سره سره يې له نورو تمدنونو سره د خپلې تبادلې اراده هيڅکله نه وه بدله شوې،نن زموږ دغه اراده د تېر په شان لاهم ټينګه ده. د ياد فورم د پرانيستې څو ورځې مخکې، دمانګخوټ په نوم سخت توفان د چين ګوانګ دونګ ولايت ډېر نوځاپه. خو د روان فورم ګډونوال لاهم په ټاکلي وخت د دغه فورم لپاره په ګوانګ دونګ کې راغونډيږي او دا د ورېښمو سمندري لارې د روحيې ساتل او خپرول دي. د روان فورم اصلي موضوع نوې زمانه، د ورېښمو نوې لار او نوې بڼه ده .

پنځه کاله دمخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو ويشتمې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې د جوړولو وړانديز وکړ. په تېرو پنځو کلونو کې د ورېښمو لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره د چين د تجارتي توکو ارزښت له ۵۰۰۰ مليارد ډالرو څخه اوښتی او په بهرنيوهېوادونو کې د چين مستقيمې پانګونې تر ۶۰ مليارد ډالرو زياتې شوې دي، له اړوندو هېوادونو سره په ګډه يې څه باندې اتيا اقتصادي او سوداګريزې سيمې جوړې کړې او ګڼ شمېر خلکو ته يې روزګار برابر کړی دی.ګوانګ دونګ ولايت د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کولو په برخه کې مخکښ او نمنوي ځای دی او د ورېښمو سمندري لارې مرکزي سيمه هم ده. د ګوانګ دونګ ولايت مرستيال ګوندي منشي او والي ماو شينګ ژوی د خپلې وينا پر مهال وويل:

((له تېرو پنځو کلونو راهيسې ګوانګ دونګ په جدي توګه د مرکزي حکومت له غوښتنې سره سم تر نورو وړاندې د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې د خپل ګډون پلان جوړ او خپور کړ او د دغې لارې پر غاړه له پرتو هېوادونو سره يې د خپلو ګډو همکاريو د پياوړتيا لپاره ډېرې هڅې کړې دي. اطمينان لرو چې د دغه فورم له لارې د بېلابېلو خواوو د نظرونو تبادله او د ګډو همکاريو په اړه به موګډ نظرونه زيات شي.))

د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د ګوانګ دونګ ولايت د کمونېست ګوند کمېټې دايمي غړي او د تبليغاتو څانګې مشر فو هوا د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې د ګوانګ دونګ ولايت د تصديو د ګډون په هکله رپوټ وړاندې کړ چې پکې د يو کمربند او يوې لارې له اړوندو هېوادونو او سيمو سره د ګوانګ دونګ د تصديو د ګډو همکاريو لاسته راوړنې معرفي شوې. فو هوا پدې اړه وويل:

(( موږ به په پرله پسې توګه د يو کمربند او يوې لارې جوړولو ته خپلې تصدۍ وهڅوو څو د دغې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو او سيمو د اقتصادي او ټولنيزې دوامدارې ودې لپاره زيات خدمتونه ترسره کړو.))

د ايټاليا د تورين ښار د کنفوسيوس پوهنځي مشر او د تورين پوهنتون د چيني ژبې او ادب پروفيسرې ستېفانيا د ياد فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل:

((د جنوب ختيځې اسيا ځانګړې مېوه چې دوريان نومېږي،چين ته انتقالېدای شي،د ګوانګ دونګ لي چي نومي مېوه په الوتکو کې د ايټاليا روم ته هم انتقالېدای شي، دا دومره اسانه او غني ژوند دی چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په پلي کېدو سره رامنځته شوی. Ciao يوه ايټاليايي جمله ده او د سلام معنا لري،تلفظ يې تصادفاً په هغه چيني کلمه桥梁" (چياو ليانګ) "کې له لغت 桥" (چياو)"سره ورته دی چې د پل معنا لري. يو کمربند او يوه لار لويې چارې دي او اوږد مهاله کار هم دی، دې وړانديز د دوستۍ او د کمونېکېشن پل جوړ کړی او هرومرو به د سولې او پرمختګ خوښوونکو هېوادونو او خلکو فعال ځواب او ملاتړ ترلاسه کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای