CRI Online

د ګوانګ جو، شن جن او هانکانګ ترمنځ به د چټک اورګاډي پټلۍ د هانکانګ برخه ژر پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 15:36:46

د ګوانګ جو، شن جن او هانکانګ ترمنځ به د چټک اورګاډي پټلۍ د هانکانګ برخه ژر پرانيستل شي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د هانکانګ د ځانګړې ادارې په سيمه کې به د چټک اورګاډي لومړۍ پټلۍ يعنې د ګوانګ جو، شن جن او هانکانګ ترمنځ د چټکې پټلۍ د هانکانګ برخه ژر پرانيستل شي.

د چټک اورګاډي د يادې پټلۍ د هانکانګ برخې اوږدوالی ۲۶ کيلومتره دی، د جوړونې تر ۸ کلن کار وروسته به دغه برخه د سپتمبر په ۲۳مه نېټه پرانيستل شي. د دې برخې د پيل تمځای يعنې هانکانګ د شي جيو لونګ سټېشن د هانکانګ لخوا په بندر او د هېواد د سترې برخې بندر ويشل کېږي تر څو په دې سټېشن کې د هانکانګ او د هېواد سترې برخې ترمنځ د تللو راتللو پر مهال د مسافرو څارنې ترسره شي او دغه راز به د چټک اورګاډي موثريت ښکاره شي.

د سپتمبر په ۴مه نېټه د دې سټېشن د هېواد د سترې برخې کارکوونکي په رسمي توګه ځای پر ځای شوي او تر نيمې مياشتې تياريانو وروسته، دوی د چټک اورګاډي پټلۍ د پرانيستلو لپاره پوره چمتوالی لري. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای