CRI Online

شي جين پينګ د چين د لوېديځې برخې ۱۷م نړيوال نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-20 17:00:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د لوېديځې برخې ۱۷ م نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۲۰ مه نېټه د سي چوان ولايت په چنګ دو ښار کې پرانيستل شو. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ياد نندارتون ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دې ته اشاره کړې چې د چين د لوېديځې برخې نړيوال نندارتون د چين د ورخلاصون په بهير کې ډېر مهم ځای نيسي او د چين د لوېديځې برخې د يو کمربند او يوې لارې په ګډې جوړونې کې د ګډون کولو او د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو سره د تبادلو او همکاريو مهم ډګر دی.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې دا هم ويلي چې دغه نندارتون د چين په نوې زمانه کې د لوېديځې برخې نوی فعاليت دی او دا به د چين د لوېديځي برخې د ورخلاصون د پياوړتيا په اړه فعال رول ولوبوي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای