د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د جوړېدو د ۶۰مې کاليزې لمانځغونډه تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون، د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې، دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دايمي کميټې او مرکزي پوځي کميټې په جلا جلا توګه يادې لمانځغونډې ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ يانګ د مرکزي پلاوي په مشرۍ په ياده غونډه کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.
د مبارکۍ په يادو پيغامونو کې له ۶۰ کلونو راهيسې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې د لاسته راوړنو ډېره ستاينه شوي.وانګ يانګ په خپله وينا کې وويل چې په تېرو پنځو کلونو کې د شي جين پينګ په مشرۍ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون تر لارښوونې لاندې د نينګ شيا د هوی قوم خپلواکې سيمې کې د اصلاحاتو او ورخلاصون او د عصري کېدو د ابادولو کارونو نوې تاريخي لاسته راوړنې ترلاسه کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |