CRI Online

د چين د فوټبال لوبې يو بل نړيوال مشهور استاذ هيدينک

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 09:06:12

د ايتاليې تر نامتو استاذ ريپی نه وروسته د هالنډ مشهور استاذ هيدينک د چين د فوټبال د نارينه وو دولتي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو چې د چين د فوټبال ټيم په روزنه به د اولمپيک په راتلونکو لوبو کې ګډون وکړي چې په دوه زره شلم کال کې د جاپان په مرکز توکيو کې به ترسره شي.

هيدينک سږکال يو اوويا کلن دی او د فوټبال لوبې د روزونکي استاذ په توګه ډيرې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړي دي. هغه په لومړيو کې يو لوبغاړی و او په نولس سوه دوه اتيايم کال کې له لوبډلې څخه ووت او په نولس سوه اوه اتيايم کال کې د ټيم د روزونکي په توګه وټاکل شو چې دغه ټيم له نولس سوه اوه اتيايم کال څخه تر اته اتيايم کال پورې د اروپا د اتلو ټيمونو په سياليو کې لومړي مقام وګاټه .

هغه په نولس سوه پنځه نويم کال کې د خپل هيواد د ملي ټيم مشري وکړه او په دوهم کال کې يې د اروپا د اتلو ټيمونو نيمه يايلوبې ته داخل شو او په نولس سوه اته نويم کال کې دغه ټيم د نړيوال جام.په سياليو کې له څلورو غښتلو ټيمونو څخه وشميرل شو. په بله ژبه يوازې څلور کاله وو چې دده په مشرۍ لوبډله د نړۍ له څلورو اتلو ټيمونو څخه وشميرل شوه. په هغه وخت کې دده تر روزنې لاندې د کوريا جمهوريت ټيم د نړۍ په څلورو غښتلو ټيمونو کې شامل شو چې دا برياليتوب د اسيا د فوټبال په تاريخ کې بې ساری بريښيده.

په دوه زره پنځم کال کې هيدينک د استراليا د ملي ټيم د روزونکي په توګه وټاکل شو او دده په مشرۍ ټيم د دوه ديرشو کلونو راهيسې د لومړي ځل لپاره د نړيوال جام په سياليو کې د برخه اخيستنې وياړ تر لاسه کړ او هم د لومړي وار لپاره حذفی سيالۍ ته داخل شو، نو د استراليا د فوټبال مينوالو د نړيوال جام د سياليو په موده کې دا شعار ورساوه چې نه ګيوس، نه ګلوری .

د نړيوال جام د سياليو ترختميدو وروسته هيدينک د روسيې دولتي ټيم د روزنې دندې ترسره کړې او د روسيې دولتي ټيم د ده تر رونې لاندې په دوه زره اتم کال کې د اروپا د چمنشيپ په نيمه پايلوبه کې داخل شو.

د فوټبال له ميدان څخه تر وتلو دوه کاله وروسته هيدينک بيا د چين د فوټبال د دولتي لوبډلې روزونکي په توګه وټاکل شو او ويلی شو چې هيدينک د چين د فوټبال په تاريخ کې تر ټولو مشهور روزونکی ګڼل کيږي. تر ټاکنې وروسته هغه له هالنډي رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې په راتلونکي کې به زما په غاړه دندې ډيرې درنې وي او ډير کوښښونه به تر سره کړم ځکه چې زما په اند د چين په ټيم کې يوازې څلور پنځه لوبغاړي غښتلي دي او په راتلونکو سياليو کې خپله دنده تر سره ولای شي.

تر اوسه دا مالومه نه ده چې هيدينک به له ايتاليوي روزونکي ريپي سره څنګه همکاري وکړي چې هغه اوس د چين د ملي ټيم روزونکي دی .بايد وويل شي چې ريپي د خپل هيواد د ټيم په روزونه توانېدلی و چې د نړيوال جام په سياليو کې لومړی مقام وګټي.

نن ورځ دوه روزونکي په ګډه د چين دولتي ټيم روزنه کوي، يقين دی چې ددوی د کوښښونو له کبله به د چين دولتي ټيم کامياب شي، دا هم د فوټبال د مينوالو هيله هم ده .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای