CRI Online

په نوې زمانه کې د ورېښمو سمندري لار د تاريخونو په نښلولو او د ټولې نړۍ په وصلولو سره په نړيوال تګ راتګ کې ځلېږي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 09:23:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ۲۱مې پيړۍ کې د ورېښمو سمندري لاره تر عنوان لاندې د چين د نړيوالې خپرونې دوهم فورم چې د چين د مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن او د ګوانګ دونګ ولايت د حکومت لخوا جوړېږي، د سپتمبر په شلمه نېټه په جو های ښار کې تر سره شو. ګڼ شمېر مشهورو کارپوهانو او د خبري رسنيو لوړ پوړيو چارواکو په دغه فورم کې د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ او د خبري رسنيو ترمنځ د همکاريو د ژورتيا په اړه بحثونه کړي دي.

۲۰۱۸م کال د رئيس شي جين پينګ لخوا د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د وړاندې کېدو پنځمه کاليزه ده. دغه ستره لايحه د لويو وچو او سمندرونو په تېرېدو سره تاريخ او راتلونکې نښلوي او چين او نړۍ تړي.

د فرانسې پخواني صدراعظم جيان پيري رافاران چې په فرانسه کې د ښاغلي چينايي په توګه بلل کېږي، د چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز لوړه ستاينه وکړه. هغه وويل، 

موږ بايد د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پيړۍ لپاره د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو کې د همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړو. موږ به د تاسيساتو د نښلولو، د سوداګرۍ د تګ راتګ او د پيسو د تبادلې په برخو کې لا زياتې همکاريزې پروژې تر سره کړو. د يو کمربند او يوې لارې په يو لړ همکاريو کې ټول هېوادونه پر همکاريو بحثونه کوي او نوې لايحې طرحه کوي. د اروپا لپاره دغه ټکی ډېر اهميت لري.

د نيويارک پوهنتون پروفيسر توماس سارګينټ چې په ۲۰۱۱م کال کې يې د نوبل اقتصادي جايزه تر لاسه کړه، په دغه فورم کې د نوې زمانې، نوي اقتصاد او نوي ساينس او تخنيک: په راتلونکو څلوېښتو کلونو کې د ګوانګ دونګ پرمختګ تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. د ده په اند، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په نوې زمانه کې له تاريخي څپو سره سمون خوري. ده وويل،

د يو کمربند او يوې لارې وړانديز نه يوازې د چين لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګټور دی، ځکه چې په دې مناسبت به نوې مسابقې رامنځته شي، د نړيوال اقتصاد پرمختګ به پياوړی شي او په ټوله نړۍ کې به نوې مفکورې رامنځته شي.

د چين مرکزي راډيو او ټلويزيون عمومي سټېشن د نړيوالې راډيو مرستيال هو بانګ شنګ په دغه فورم کې يوه وينا وکړه او ويې ويل چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز له وړاندې کېدو وروسته مو په پنځو کلونو کې ښکاره برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. پر اقتصادي برياليتوبونو سر بېره، د خبري رسنيو د خپرونو کارونه بايد د پرمختګ اړتياوې او د اړوندو هېوادونو د خلکو غوښتنې پوره کړي. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره کړې چې د چين د نړيوالو خپرونو توان دې پياوړی شي، د چين کيسې دې ښې بيان شي، يو رښتينی، درې بعدي او بشپړ چين دې ښکاره شي او د چين د کولتور د خپرولو توان دې پياوړی شي. ښاغلي هو بانګ شنګ په دې اړه وويل، چې خبري رسنۍ بايد د مختلفو هېوادونو د حالاتو او د مختلفو اوريدونکو او کتونکو د اړتياوو څيړنه وکړي او د نړيوالو خپرونو د اصولو درناوی او احترام دې وکړي او بايد مختلفو کولتورونو ته په مساوي، عادلانه او درنه سترګه وګوري. د ورېښمو لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د خبري رسنيو تګ راتګ دې پياوړی شي. د دې ترڅنګ د تصديو او رسنيو ترمنځ تګ راتګ او همکارۍ بايد د توپيرونو په ليرې کولو سره لا نژدې شي، تر څو د ورېښمو لارې د ابادۍ په پروسه کې د خبري رسنيو رول پياوړی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای