CRI Online

د نينګ شيا د هوي قوم کورواکې سيمې بېلا بېلو قومونو د دې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې نماځغونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 09:27:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سپتمبر د ۲۰مې نيټې په ماښام د نينګ شيا د هوي قوم د کورواکې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې نماځغونډه د هه لان شان په نوم سپورټي ميدان کې تر سره شوه.د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې،د چين د ملي ولسي کانګرس دايمي کميټې ،د چين دولتي شورا، د چين ولسي سياسي مشورتي کانفرنس ملي کميټې او د چين مرکزي پوځي کميټې دغې غونډې ته د مبارکۍ پيغامونه واستول.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي،د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې رئيس او د مرکزي پلاوي مشر وانګ يانګ په دې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يانګ وويل چې په دې ښکلی فصل کې مې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې او د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د بېلا بېلو قومونو خلکو ته د نيکو هيلو په وړاندې کولو سره د دې سيمې د جوړېدو د شپېتمې کاليزې د لمانځنې لپاره د اين چوان ښار ته راغلی يم .هغه زياته کړه چې په ۱۹۵۸ کال کې د چين د مرکزي کميټې تر مشرۍ لاندې د قومي تګلارې په رڼا کې ياده سيمه جوړه شوه چې له امله يې د دې سيمې پرمختيا نوی پړاو پيل شوی دی . له شپېتو کلونو راهيسې په ځايي سيمه کې اقتصادی پرمختګ رامنځته شوی، د خلکو ژوند تر زياتې اندازې پورې ښه شوی ، ايکولوژيکي چاپيريال په څرګنده توګه بدل شوی او ټولنيز جوړښت په ثابت ډول ساتل شوی دی.(غاټول)


1  2  3  4  5  6  7  8  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای