CRI Online

اروپايي ټولنې د اروپا او اسيا ترمنځ د تګ راتګ ستراتيژي خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 09:33:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې کميټې او د دې ټولنې د بهرنيو عملياتو ادارې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه د يو سند په خپرولو سره د اروپا او اسيا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګولو په اړه پلان وړاندی کړ او ويې ويل چې اروپايي ټولنه به له اسيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي.

د اروپايي ټولنې کميټې په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دغه کميټه به له اسيا سره د تګ راتګ بڼه جوړه کړي او په نژدې راتلونکې کې به د اړوندو اصولو پربنسټ د ټرانسپورت، انرژۍ،ډيجټلي چارو او د نړيوالې تبادلې شبکې د جوړولو په برخو کې له اسيايي هېوادونو او سازمانونو سره د تګ راتګ اړيکې ټينګې کړي او د دې ترڅنګ د دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي.

د معلوماتو له مخې دغه سند به د مشورو لپاره اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې شورا ته وړاندی شي او په راتلونکې مياشت کې به په بروکسيل کې د اسيايي او اروپايي مشرانو ترمنځ په غونډه کې د ګډونوالو تر بحث لاندې ونيول شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای