CRI Online

وانګ يانګ: موږ بايد د يو سمسور، باثباته او ښکلي نوي نينګ شيا د جوړولو لپاره کوښښونه ترسره کړو

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 09:34:44

وانګ يانګ: موږ بايد د يو سمسور، باثباته او ښکلي نوي نينګ شيا د جوړولو لپاره کوښښونه ترسره کړو

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون د سياسي بيورو دايمي غړي، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مشر او د چين د مرکزي پلاوي مشر وانګ يانګ د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د نينګ شيا د هوی قوم د کورواکې سيمې د ګوندي کمېټې او حکومت د کاري راپورونو تر اورېدو وروسته وويل، موږ بايد په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د رئيس شي جين پينګ نظريې او د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس روحيې په ژوره توګه زده کړو او د يو سمسمور، باثباته او ښکلي نوي نينګ شيا د جوړولو لپاره کوښښونه تر سره کړو.

وانګ يانګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون په استازيتوب د نينګ شيا کورواکې سيمې ته توده مبارکۍ وويله او د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو کادرونو او وګړيو ته د دې ورځې په مناسبت نيکې هيلې څرګندې کړې. هغه وويل، په تېرو ۶۰ کلونو کې د نينګ شيا سيمې لخوا تر لاسه شوي برياليتوبونه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميسيون تر ټينګې لارښوونې لاندې د دې سيمې د بېلا بېلو قومونو د کادرونو او وګړيو د هڅو او کوښښونو نتيجه ده. موږ بايد په نوې زمانه کې د قومي کارونو ستر اهميت ښه پېژنو. موږ د قومي کارونو د ښه ترسره کولو مسئوليت لرو چې د چين د قومي تګلارو په اړه کورنی او بهرنی باور زيات شي او په نړۍ کې د قومي مسئلې د حل لپاره د چين لايحه وړاندې شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای