د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د چين په کرهنيزو او کليوالو چارو کې د تکنالوژۍ د پرمختګ سرمشريز فورم چې د چين د کرهڼيزو او کليوالو چارو د وزارت د تکنالوژۍ د تعليمې ادارې تر لارښوونې د چين د کرهڼيزو چارو د علومو اکاډمۍ، د کرهڼيزو او کليوالو چارو وزارت د تخنيکونو د پرمختګ مرکز او د چين د کرهڼيزو چارو د ټولنې لخوا په ګډ کربه توب جوړ شوی، د سپتمبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو.
په دغه فورم کې له ۲۰۱۲کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د چين په کرهڼيزو او کليوالو چارو کې د تکنالوژۍ د پرمختګ راپور خپور شو چې له مخې يې د چين د کرهڼيزو چارو په پرمختګ کې د تکنالوژۍ خدمتي انډول د ۲۰۱۲ کال له ۵۳.۵ سلنې څخه د ۲۰۱۷ کال ۵۷.۵ سلنې ته لوړه شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |