CRI Online

د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت ته خپل سفر پای ته ورساوه.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 11:16:39

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا ولسمشر مون جای اين د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه خپله درې ورځنۍ ليدنه پای ته ورسوله او په ځانګړې الوتکې سره بېرته خپل هېواد ته راستون شو. هغه په سيول کې يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه چې ديموکراتيکې کوريا ته په خپل سفر يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو ته پرمختګ ورکړی او ديموکراتيکې کوريا يو ځل بيا د ذروي وسلو د پوره ليرې کولو په اړه خپله ټينګه اراده بيان کړه. موږ هيله لرو چې امريکا ژر تر ژره له ديموکراتيکې کوريا سره خپلې خبرې اترې بيا پيل کړي.

مون جای اين د سپتمبر د ۲۰مې نېټې په مازديګر خپل هېواد ته تر رسېدو وروسته په مستقيمه توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو اترو معلوماتو وړاندې کولو په موخه عمده مطبوعاتي مرکز ته ولاړ او په ياده خبري ناسته کې يې ديموکراتيکې کوريا ته د سفر په اړه خپلې لاسته راوړنې معرفي کړې. د ده په قول، په پيونګ يانګ کې د ده او د ديموکراتيکې کوريا د لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون ترمنځ خبرې اترې په عمده توګه پر لاندينيو دوو مسئلو متمرکز شوې: لومړی، د ذروي وسلو د پاکولو مشخص تدبيرونه. دوهم، د ديموکراتيکې کوريا او امريکا ترمنځ خبرې اترې څنګه بيا پيل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای