د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د سپتمبر په شلمه نېټه په نيويارک کې د م م په مقر کې خبريالانو ته وويل چې ۸۴ دولتي مشران او ۴۴ حکومتي مشران به په راتلونکې اوونۍ کې د م م د ۷۳ مې عمومي اسامبلې په معمولي بحثونو کې ګډون وکړي.
ګوتريس وويل چې ۱۲۸ دولتي او حکومتي مشران به په دې غونډه کې برخه واخلي او له دې څخه ښکاريږي چې نړيواله ټولنه پر م م باندې باور لري. هغه وويل چې دی به له دې فرصت څخه په ګټې اخيستلو سره له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړي چې د يوه مهم همکاريز فورم په توګه د م م پر وړاندې نوې ژمنې وکړي.نوموړي زياته کړه چې هغه به په راتلونکو څو ورځو کې د ځوانانو ،په ۲۰۳۰ کال کې د دواملرونکي پرمختيا اجنډا لپاره د پيسو راغونډولو او سوله ساتونکو عملياتو په هکله دريو مهمو غونډو کې ګډون وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |