د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د فولادو او اوسپنې توليداتو له حده زياتې اندازې د کمولو په هکله د نړيوال فورم د وزيرانو په کچه دوهمه غونډه د سپتمبر په شلمه نېټه د فرانسې په پاريس کې تر سره شوه.د چين د سوداګرۍ د وزير مرستيال ژن هونګ بين په دې غونډه کې د يوه پلاوي مشري وکړه او ويې ويل چې د چين حکومت د فولادو او اوسپنې توليداتو له حده زياتې توليدي اندازې د کمولو لپاره ډېرې هڅې کړې او کوي يې. نو غواړي چې د يادې توليدي اندازې د کمولو او د اړوندو چارو د ګام په ګام بيا سمسورتيا او سالم پرمختګ لپاره له اړوندو خواوو سره ګډ تدبيرونه ونيسي.
ياد فورم په ۲۰۱۶ کال کې د شلو هېوادونو ډلې د هانګ جو په سرمشريزه غونډه کې جوړ شو چې موخه يې د متقابلو معلوماتو شريکول او د همکارۍ پياوړتيا او د فولادو او اوسپنې توليداتو له حده زياتې اندازې له مسئلې سره ګډه مقابله کول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |