CRI Online

د امريکا د مالي چارو پخوانی وزير :د امريکا او چين ترمنځ ګډې سوداګريزې کشالې او فرصتونه به د اوږدې مودې لپاره موجود وي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 14:26:07

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا د مالي چارو پخوانی وزير او د پالسون صندوق رئيس هنري پالسون په دې وروستيو ورځو کې په چکاکو کې وويل چې د امريکا او چين ترمنځ به ګډې سوداګريزې کشالې او فرصتونه د اوږدې مودې لپاره موجود وي او سوداګريزه کليدي برخه له معقولو پرمختيايي فرصتونو څخه په ګټه اخيستلو سره د ګډ پرمختګ رامنځته کول دي،

نوموړي د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په دې ښار کې د چين د عمومي سوداګريزې ټولنې په کلنۍ غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې امريکا او چين له ښو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو څخه ګټې اخيستې ، خو ور سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزې کشالې هم زياتې شوې او د اوږدې مودې لپاره به موجودې وي. اړوندې خواوې بايد په دې ټکې ښه پوه شي او له فرصتونو څخه په ګټې اخيستلو سره دې ګډ پرمختګونه ومومي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای