CRI Online

امريکا کې د چين لوی سفير: چين او امريکا دې د متقابل باور په پياوړتيا سره د خپلو ناسمو قضاوتونو مخنيوی وکړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 15:07:26

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې چيني سفير څوی تيان کای د سپتمبر په ۲۰مه نېټه څرګنده کړه: دا عادي حالت دی چې د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه او اختلافات موجود دي. دواړه خواوې بايد د يو بل په اړه لا زيات معلومات ولري، متقابل باور دې پياوړی کړي او خپلمنځي همکارۍ دې ژورې کړي څو چې د ناسمو قضاوتونو مخنيوی وکړي.

په امريکا کې د چين سفارت د ۲۰مې نېټې په شپه د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د ۶۹مې کليزې په مناسبت په امريکا کې د چيني اوسېدونکو او زده کوونکو لپاره يوه مېلمستيا جوړه کړه. سفير څو تيان کای په خپله وينا کې وويل چې چين او امريکا د تاريخ، کلتور، ټولنيز نظام او پرمختيايي مرحلې په برخو کې توپيرونه لري. دا ډېر عادي دی. چين تل د دواړو هېوادونو خلکو د بنسټيزو ګټو له لحاظه د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ لپاره کوښښونه کوي. چين او امريکا په جلا جلا توګه په نړۍ کې تر ټولو پرمختيايي او پرمختللی هېوادونه دي چې دواړه د م م د امنيت شورا دايمي غړي دي. نو همکاري د دواړو هېوادونو يوازنی انتخاب او د نړيوالې ټولنې لپاره د دواړو خواوو ګډه دنده هم ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای