CRI Online

امريکا پر دې ټينګار وکړ چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت بايد لومړی له ذروي وسلو څخه لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 15:09:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په شلمه نېټه وويل چې امريکا د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله لاهم پر دې ټينګار کوي چې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت بايد لومړی له ذروي وسلو څخه لاس واخلي او پر ديموکراتيکې کوريا به بنديزونو ته لاهم دوام ور کړي.

د ياد وزارت وياند هاتير نورټ د همدې ورځې په ماښام په يوه خبري ناسته کې هغې پوښتنې ته خواب ور کړ چې ايا به امريکا له ذروي وسلو څخه د لاس اخيستلو په موخه د ديموکراتيکې کوريا ګامونو د پورته کولو لپاره د دې هېواد له خوا وړاندې شوي تدبيرونه تر غور لاندې ونيسي او که نه؟نورټ وويل چې د ديموکراتيکې کوريا او کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ ملاقات په سم لوري کې له دې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو پاکولو بل ګام دی ، خو ديموکراتيکه کوريا بايد لومړی له ذروي وسلو څخه لاس واخلي، که نه نور کارونه به تر سره نه شي.

هغه زياته کړه چې امريکا به پر ديموکراتيکې کوريا بنديزونو ته دوام ور کړي تر څو دغه هېواد له ذروي وسلو څخه لاس واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای