د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال عمان د سپتمبر په ۲۰مه نېټه د سين هوا اژانس له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، سوريې د دې هر کلی وکړ چې روسيې او ترکيې څو ورځې مخکې په ادليب ايالت کې د غيرپوځي سيمې د جوړولو تړون لاسليک کړی و، خو دا يو لنډمهالی تدبير دی، بالاخره ادليب ايالت بايد هغه اصلي بڼه خپله کړي چې تر شخړې مخکې يې درلوده .
نوموړي وويل، دغه تړون په ادليب ايالت کې ناعادي حالت د ختمېدو لپاره يعنې په سوريه کې د ترهګريزو ډلو د له منځه وړلو لپاره ګټور دی. خو دغه تړون د وخت محدوديت لري، بالاخره ادليب ايالت بايد هغه اصلي بڼه خپله کړي چې تر شخړې مخکې يې درلوده . (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |