CRI Online

د سوداګرۍ نړيوال سيستم اصلاحات بايد د دريو ګډو نظريو پر بنسټ تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-21 19:35:23

د اروپايې ټولنې کميټې او کاناډا په روانې اوونې کې په وار سره د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو په اړه سندونه او لايحې خپرې کړې. د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د جنجال د حلولو ميکانيزم د ځنډيدنې مخه نيول د دغه سازمان د اصلاحاتو په کارونو کې تر ټولو بيړنۍ دنده ده. څنګه د دغه سازمان د اصلاحاتو کارونه تر سره شي تر څو نړيوال څو اړخيز سوداګريز سيستم يو ځل بيا فعال شي او د نړيوال اقتصاد د دواملرونکي پرمختيا او سمسورتيا هڅونه وشي او د نړۍ عمده اقتصادي هېوادونه هغو مهمو ګډو نظريو ته ورسيږي.

لومړی: د امريکا لخوا د مرافعه کوونکې څانګې د مخنيوي عملونه دې ختم شي. د ۲۰۱۶ کال په اګست کې امريکا د حکومتونو د بدلولو په پلمه په مرافعه کوونکې څانګې کې د نويو قضيو د ټاکلو اجنډاوومخه ونيوه او وروسته يې په مداومه توګه د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د اصلاحاتو په شمول د بېلا بېلو کارونو مخه نيولي، خو د حل و فصل هيڅ لايحه يې نه ده وړاندط کړې. د اروپايې ټولنې کميټې او کاناډا په روانې اوونې کې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په هکله سندونه او لايحې خپرې کړې او دواړو خواوو د امريکا د ياد عمل په اړه سختې انديښنې څرګندې کړې دي.

دويم: د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنه او يوه اړخيزه غوښتنه بايد بنده شي. امريکا د سوداګريزو لانجو حلولو په ترڅ کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له واک څخه په وتلو سره په خپل هېواد کې د قانون له مخې د نړۍ پر عمده اقتصادي هېوادونو ګمرکي تعرفې لګولی او په زور سره يې دغه هېوادونه مجبور کړي چې د امريکا د يوې خوا د خبرو اترو شرايط ومني. دغو عملونو د سوداګرۍ نړيوال سازمان واک او د نړۍ څو اړخيزو سوداګريزو اصولو ته زيانونه رسولي او رسوي يې.

دريم: بايد د بحثونو له لارې د ګډو نظريو تر لاسه کولو پر اصولو ټينګار وشي. د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د سوداګرۍ نړيوال سيستم د اصلاحاتو په هکله د بحث کولو په بهير کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان مرکزي ارزښت او بنسټيز اصول، د پرمختيايي هېوادونو عادلانه او قانوني حقوق او ګټې او د بحثونو له لارې د ګډو نظريو تر لاسه کولو روحيې بايد وساتل شي. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان اصلاحات د بېلا بېلو خواوو له ګټو سره سمون لري چې بايد په پراخه او پوره توګه د مختلفو خواوو نظريې واوريدل شي په تيره بيا د پرمختيايي هېوادونو د نظريو احترام بايد وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای