د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د دوولسمې دورې د دوبي د داوس فورم د سپتمبر په شلمه نېټه په تيان جين ښار کې پای ته ورسيد. د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ د سپتمبر په ۲۱مه نېټه په بيجينګ کې وويل چې صدراعظم لي که چيانګ د فورم په پرانيستونکو مراسمو کې د تېر کال د اقتصاد په نړيواله کلنې غونډه کې د رئيس شي جين پينګ پر مهمو نظريو ټينګار وکړ او په نوي صنعتي انقلاب کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيا د نوې انرژۍ د قوي کيدو په اړه يې مهم وړانديزونه يې وړاندی کړل.
په همدې ورځ د چين د خارجه وزارت وياند ګنګ شوانګ وويل چې صدراعظم لي که چيانګ په خپلې وينا کې مهمې نښې خپرې کړې : لومړی چين تل د اقتصاد د نړيوال کيدو ساتنه کوي. په غونډه کې برخوالو استازو د څو اړخيزې غوښتنې او د ازادې سوداګرۍ د ملاتړ دريځ څرګند کړ. دويم، د چين اقتصاد د ښې پرمختيا په حال کې دی او په غونډه کې برخوالو استازو دا نظر درلود چې بهر به په لا ښه ډول د چين د پرمختيا، اصلاحاتو او نوښت په هکله تګلارې وپيژني. دريم، چين به په مداومه توګه د اصلاحاتو او ورخلاصون هڅونه وکړي. په غونډه کې برخوالو استازو څرګنده کړه چې دوی غواړي د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون په بهير کې ګډون ولري او د چين د پرمختيا فرصتونه شريک کړي او له چين سره ګډې ګټې خپلې کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |