د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند خبري رسنيو د سپتمبر په ۲۲مه نېټه خبر ورکړ چې د هند د بهرنيو چارو وزارت د هند او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو لغوه کېدل اعلان کړل چې د ټاکلي پلان له مخې بايد د روانې مياشتې په پای کې د امريکا په نيويارک کې يې تر سره کړي وای.
د هند د بهرنيو چارو وزارت د وياند په قول له دې وروسته چې د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه هند او پاکستان ټاييد کړې وه چې د دواړو هېوادونو خارجه وزيران به د روانې مياشتې په پای کې د م م د عمومي اسامبلې په وخت کې ملاقات وکړي، ځيني د اندېښنې وړ پېښې رامنځته شوې. د خبري رسنيو په اند يادې څرګندونې په دې وروستيو کې په کشمير کې له رامنځته شوې شخړې سره اړه لري.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |