CRI Online

پاکستان پر هند نيوکه وکړه چې په يو اړخيزه توګه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ ملاقات يې لغوه کړی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-23 16:44:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د سپتمبر په ۲۲مه نېټه په ټويټر کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د هند هغه عمل متکبرانه او غېر دوستانه وباله چې په نيويارک کې د دواړو خواوو د خارجه وزيرانو ترمنځ ټاکلي ملاقات يې لغوه کړی، د هند منفي ځواب مايوسه کوونکی دی.

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې دواړه وزيران به د روانې مياشتې په پای کې په نيويار کې د م م د عمومي اسامبلې په مهال خپلمنځي ملاقات وکړي. خو يوازې يوه ورځ وروسته د هند د بهرنيو چارو وزارت په يو اړخيزه توګه اعلان وکړ چې ياد ملاقات لغوه شو. ورپسې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د هند د دغې پريکړې په اړه خپله مايوسي څرګنده کړه. په اعلاميه کې راغلي چې صدارعظم عمران خان له ټاکل کېدو وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د راتلونکو اړيکو په اړه داسې ويلي و چې که هند پرمخ يو ګام پورته کړي، پاکستان به دوه ګامونه پورته کړي. عمران خان د هند د رغنده تماس په هکله د صدراعظم ناريندرا مودي غوښتنې ته فعال غبرګون ښودلی او وړانديز يې کړی و چې په نيويارک کې د دواړو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ کتنه تر سره شي څو د دواړو خواوو او منځۍ اسيا د مسئلو د حل پر لارو چارو بحث وشي. د هند د دغه يو اړخيز عمل له امله يو هغه فرصت بې ځايه تير شوی چې دوه اړخيزې اړيکې ښې کېدای شي او په دې سيمه کې د سولې او پرمختګ لار هوارېدای شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای