CRI Online

په چين کې د بزګرانو د حاصلاتو لومړنی جشن ولمانځل

cri     (GMT+08:00) 2018-09-24 15:53:38

 

 

 

د سپتمبر ۲۳مه نېټه د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د اعتدال ورځ او د چين د بزګرانو د حاصلاتو لومړی جشن و.دا لومړی ځل دی چې چين په ملي کچه د بزګرانو لپاره يو جشن جوړ کړی و. د ځانګړي کرهنيز کلتور او د حاصلاتو د غني کولو له کلتور سره يو لړ فعاليتونه د چين په بېلا بېلو ځايونو کې ترسره شول ،د دغو فعاليتونو موخه د بزګرانو خوشحالول وو. په چين کې بېلا بېلې ټولنې نه يوازې ځانګړو کرنيزو محصولاتو ته پاملرنه کوي او په نوې زمانه کې د نويو بزګرانو د روحيې او بڼې ستاينه کوي، بلکې د کرنې او کليوالو سيمو د چټک پرمختګ لپاره هم خدمتونه او ځواک برابروي.

چين يو لوی زراعتي هيواد دی او د کرهنيز کلتور اوږد تاريخ لري. په چين کې د بزګرانو د حاصلاتو لومړی جشن " د کرنيزو چارو د فيسټيوال، د بزګرانو جشن او د حاصلاتو د نندارتون په توګه بلل کېږي. په بېجينګ کې د اصلي ځای سربېره، د دې جشن په ترڅ کې شپږ فرعي ځايونه هم شته چې د چين کرنيز تمدن سيمه ييزې ځانګړتياوې منعکس کوي.

لوبه د پيل کېدو په حال کې ده. د ټوپک ډزو وروسته، هرڅوک له پيل شوې کرښې څخه بهر وځي.

د چين په ختيځې برخه کې، د جه جيانګ ولايت د ان جي ولسوالۍ په يو څون کلي کې، له ښار څخه د منډې وهنې يوه ډله د کليوالي ماراتون په سيالۍ کې برخه اخيستې ده. د منډې وهنې په بهير کې، د دې سيالۍ له لارې کولی شئ چې د لوړ کيفيت لرونکو کرهنيزو محصولاتو د نندارې او د عصري کرهنيزو ماشينونو د نندارتون په ګډون بدليدونکې منظرې وګورئ.

وانګ لين فو چې د ياد جشن د لمانځلو په فعاليتونو کې د ګډون لپاره يو څون کلي ته ځانګړی سفر کړی و، وويل:

د لومړي ځل لپاره د بزګرانو د حاصلاتو فيسټيوال لمانځل شو، زما د خوشحالۍ احساس کوم او شاوخوا ټول خلک د خوشحالۍ احساس کوي. ډېر ښه.

يو څون کلی د چين د هغې پراختيايي مفکورې چې سپينې اوبه او شنه غرونه د پام وړ شتمنۍ دي، اصلي او عملي ځای دی .د ان جي ولسوالۍ د کرنې ادارې د دفتر مرستيالې وانګ يي جيون وويل

د ياد فعاليت له لارې د عمومي منشي شي جين پينګ د پراختيايي مفکورې د پلي کېدو حالت او په نوې زمانه کې د جه جيانګ ولايت د بزګرو ، زراعتي چارو او د کليو بڼه ښودل شوې ده.

د يو څون کليوال د خپل ټاټوبي په پرمختګ وياړي او خوشحاله دي چې ټولنې ته خپل پرمختګ ښيي. د يو څون کليوالې جاو يان وويل

زه ډېر درناوی کوم او وياړم چې زموږ په کلي کې دغه فعاليت ترسره کېږي. زما په اند دا ډول فعاليت کولی شي ډېرو خلکو ته د يو څون کلي په اړه معلومات ورکړي.

د حاصلاتو حاصل به سلګونو مليونو بزګرانو ته شتمني راولي. دا په چين کې په هراړخيزه توګه د سمسورې او شتمنې ټولنې د جوړولو لپاره ټيټ هدف دی چې د اوسنيو معيارونو له مخې بېوزله کليوال او ټولې ولسوالۍ له بې وزلۍ څخه اوباسلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای