CRI Online

هغه سپين کتاب د چين او امريکا اقتصادي او تجارتي اصطکاک په پوره او بيخي توګه معرفي کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-09-24 20:05:05

د سپتمبر24 مه نېټه د چين د سپوږمۍ له دوديز اختر سره برابره ده. په همدې ورځ چين تر دې عنوان لاندی چې (( د چين او امريکا د اقتصادي او تجارتي اصطکاک واقعيت او د چين دريځ)) ، يو سپين کتاب خپور کړ. په دې سپين کتاب کې د چين او امريکا د اقتصاد او تجارت اصليت تحليل شوی، د امريکا په 301 پلټونکی راپور کې پر چين غيرحقيقي انتقادونه رد شوي او د چين تګلارې او دريځ هم بيان شوی دی.

دغه سپين کتاب 36 زره کرکټرونه لري او ګڼ شمير شميرې، مثالونه او جدولونه هم کارولي چې اکثراً د امريکا له حکومتي څانګو، بهرنيو شرکتونو او مشهورو نړيوالو څيړنيزو ارګانونو يا علمي کتابونو څخه نقل شوي دي. د دغه سپين کتاب محتويات ډېر دي چې ساری يې کم ليدل کېږي. په دې سپين کتاب کې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک ته د چين ژوره پاملرنه او واقعي دريځ او د چين او امريکا د ګډو ګټو او نړيوال تجارتي نظام د ساتلو لپاره د چين هلې ځلې ليدل کېږي.

دغه سپين کتاب دوه برخې لري چې سريزه او عمده متن دي.

لومړی، په دې سپين کتاب کې د امريکا له خوا د خپل کورني توليد څخه د حمايت غوښتنې او د تجارت زورواکۍ کړه وړه او د دغه کار خطرونه تحليل شوي دي.

د تجارت نړيوال سازمان د پراخو ګټو اصل رښتيني نړيوال مساوات دي ځکه چې د بېلابېلو هېوادونو د پرمختګ توپيرونه په نظر کې نيول شوي دي. د امريکا په خوله (( عادلانه سوداګري)) او (( برابر ورخلاصون)) د پرمختيايي مرحلې، سرچينې او غوره صنعت په برخو کې د بېلا بېلو هېوادونو توپيرونو او د پرمختيايي هېوادونو پر پرمختګ حق سترګې پټوي، دا به هرومرو د پرمختيايي هېوادونو اقتصاد او صنعتونو ته ضربه ورسوي او په لا پراخه ساحه کې به نابرابري رامنځه کړي.

دوهم، په نوموړي سپين کتاب کې د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو مسئلو او نړيوالو اړيکو په اړه د چين دريځ او نظرونه روښانه شوي.

د امريکا له خوا له چين سره د سوداګريز اصطکاک له پيل څخه وروسته نيم کال کې د چين دريځ څرګند، دوامدار او ټينګ دی. سپين کتاب په دغو اتو برخو کې په پوره او سيستماتيکه توګه بيان کړی چې چين په ټينګه د هېواد وقار او کليدي ګټې ساتي، د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لپاره هلې ځلې کوي، د څو اړځيزې سوداګرۍ نظام د اصلاحاتو او بشپړوالي ملاتړ کوي، د توليدي حق او د پوهنې ملکيت حق ساتي، په چين کې د بهرنيو سوداګرو قانوني حقوق او ګټې ساتي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر ژوروالي ټينګار کوي، له نورو پرمختللو هېوادونو او پراخو پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کوي او د انسانانو ګډ برخليک ټولنې ابادي هڅوي. په يادو اتو برخو کې د چين له ټينګو تګلارو او دريځونو څخه څرګنديږي چې چين نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې مسئلې ته پاملرنه کوي، بلکې د نړيوالو اړيکو سالم پرمختګ په پام کې نيسي او د يو لوی هېواد مسئوليت لري.

درېيم، په نوموړي سپين کتاب کې د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک د حل مناسبې لارې چارې وړاندې شوې.

په سپين کتاب کې راغلي چې چين او امريکا د اقتصادي پرمختګ د مرحلې او اقتصادي نظام په برخو کې توپيرونه لري، نو سوداګريز اصطکاک عادي دی، مهمې مسئلې دا دي چې متقابل اعتماد څنګه ټينګ شي، خپلمنځي همکارۍ څنګه پياوړې شي او توپيرونه څنګه له منځه ولاړ او کنترول شي.

په سوداګريزه جګړه کې ګټوونکی نشته. که د مسئلې حل وغواړئ، بايد په جدي توګه دغه سپين کتاب ولولئ، څو چې په عيني، هراړخيزه او عقلي توګه د چين او امريکا ترمنځ د ګډو ګټو اړيکې وګورئ، او د خلکو د ګټو له لحاظه بايد د اصطکات د حل لپاره مناسبې لارې ته راشئ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای