CRI Online

د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غونډې په جوړېدو سره د پرمختګ نوې مرحله پيل کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-09-25 16:15:37
د شانګهای همکارۍ سازمان د چينګ داو سرمشريزې غونډې په جوړېدو سره د پرمختګ نوې مرحله پيل کړه

د روان کال په تېره جون مياشت کې د شانګهای همکارۍ سازمان اتلسمه سرمشريزه غونډه د چين په چينګ داو کې ترسره شوه. دغه غونډه په روان کال کې تر بو او اسيايي فورم وروسته د چين يو بل دروند ديپلوماتيک فعاليت و. په دغه غونډه کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو او کتونکو مشرانو او د اړوندو نړيوالو او سيمه ييزو موسيسو مسئولانو د دې سازمان د پرمختګ د نوې دورې او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې په هکله بحثونه وکړل.

شانګهای همکارۍ سازمان په ۲۰۰۱ کال کې جوړ شوی چې اصلي موخه يې له ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتنې سره مقابله کول دي. تر ۱۷ کلن پرمختګ وروسته، دغه موخه هراړخيزې همکارۍ ته پراخه شوې ده. دغه سيمه ييز همکاريز سازمان چې د نړۍ څلوېښت سلنه نفوس او شل سلنه اقتصادي اندازه لري، د نړيوالې سولې او پرمختګ د هڅولو او د نړيوال عدالت د ساتلو لپاره مهم ځواک ګرځېدلی دی او په نړۍ کې يې اغېزه په پر له پسې توګه لوړېږي.

د تېر جون په لسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د دې سرمشريزې غونډې په يوه ناسته کې ډاډ ويښوده چې شانګهای همکارۍ سازمان د سيمه ييزې همکارۍ نوی شکل جوړ کړی دی. هغه وويل

(( شانګهای همکارۍ سازمان خپل حياتي او همکاريز ځواک ساتلی، لامل يې دا دی چې په نوښتي توګه يې د شانګهای روحيه وړاندې کړې او د متقابل باور، عدالت او درناوي پر بنسټ يې ګډ پرمختګ موندلی دی. دغه روحيه د تمدن له شخړې او د سړې جګړې له نظريې څخه وتلې او د نړيوالو اړيکو په تاريخ کې يې يوه نوې پاڼه خلاصه کړې ده چې ګام په ګام د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوې ده. ))

اوس نړۍ د پرمختګ، بدلون او اخلاص په حال کې ده، شي جين پينګ له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د شانګهای روحيه پراخه کړي او د زمانې د ستونزو په ليرې کولو کې دې صادقانه همکارۍ وکړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک ټولنه دې جوړه کړي. رئيس شي جين پينګ وويل

((موږ بايد د پرمختګ لپاره د نوښت، چاپېريال ساتنې، ورخلاصون او شريکې نظريې وړاندې کړو او د نابرابرۍ له امله رامنځته شوې مسئلې دې حل کړو. موږ بايد د امنيت ساتلو په برخه کې ګډې، عمومي او همکاريزې نظريې غوره کړو او بايد د سړې جګړې او د ډلو متضادې نظريې شا ته وغورځوو. ))

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې موږ بايد د چينګ داو د اعلاميې او د اوږدې مودې د ښه ګاونډيتوب د همکاريز تړون په شمول اړوند سندونه ښه پلي کړو، په راتلونکو درېيو کلونو کې دې له ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتنې سره د مقابلې په اړه د همکارۍ پروګرام ښه تطبيق کړو او د ګډو ګټو پر بنسټ دې د يو کمربند او يوې لارې جوړونه وهڅوو.

د رئيس شي جين پينګ وينا د بېلا بېلو خواوو لخوا وستايل شوه. د شانګهای د همکارۍ سازمان په سکريټري دفتر کې د روسيې دايمي استازي وويل، د رئيس شي جين پينګ وينا د سيمه ييزو او نړيوالو اوضاعو په اړه څرګنده ارزونه وه. هغه وويل

((د رئيس شي جين پينګ وينا ډېر ريښتنی محتويات لري. هغه د سيمه ييزو او نړيوالو اوضاعو په هکله ډېره څرګنده ازرونه وکړه. شين جين پينګ د سياست، سيمه ييز امنيت، اقتصاد او کلتور په برخو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو ترمنځ د همکارۍ په اړه سم تحليل کړی دی. برسيره پر دې، شي جين پينګ ځيني ارزښتناک وړانديزونه هم وړاندې کړل. باور لرم چې دغه وړانديزونه به د دې سازمان د غړو هېوادونو لخوا ملاتړ وشي او په ښه توګه به يې پلي کړي. ))


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای