CRI Online

د امريکا د ګټو بيلانس مثبت دی، نو دغه هېواد څه زيان کړی؟

cri     (GMT+08:00) 2018-09-25 21:34:56

امريکا له چين سره د نيم کلن اقتصادي او سوداګريز اصطکاک په موده کې شکايت کړی چې له چين سره يې په سوداګرۍ کې منفي بيلانس ډېر لوړ شوی او امريکا له دې امله زيان کړی. ددې يو لامل دا هم دی چې ولې امريکا د کاناډا، مکسيکو، اروپايي ټولنې، جاپان او نورو مهمو سوداګريزو ملګرو پر توليداتو ګمرکي لوړ ماليات اخلي. آيا امريکا په رښتيا هم له چين سره په سوداګرۍ کې زيانونه کړي؟ واقعيت څه دي؟

د چين د سوداګرۍ وزارت د نړيوالو سوداګريزو خبرو اترو استازي او د ياد وزارت مرستيال وزير فو ځه ينګ د سپتمبر په ۲۵ مه نېټه په بېجينګ کې وويل،سوداګريز منفي بيلانس يوازې د تجارتي معاملو ترمنځ تفاوت دی او د اقتصادي ګټو او زيانونو ښکارندويي نه کوي. ايا امريکا له چين سره په دوه اړخيزه سوداګرۍ کې زيانونه کړي او کنه؟ ددې پوښتنې ځواب تصديو او مشتريانو ته معلوم دی. ښاغلي فو ځه ينګ چې په محاسبه کې تخصص لري،دې ته اشاره وکړه چې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو همکاريو کې امريکايي تصديو تر چيني تصديو ډېرې زياتې ګټې ترلاسه کړې دي،سوداګريز مثبت بيلانس په چين کې څرګندېږي، خو د ګټو مثبت بيلانس په امريکا کې رامځته شوی.

په امريکا کې د ګټو له مثبت بيلانس څخه د چين او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ريښتينی وضعيت څرګندېږي. له شاوخوا څلوېښت کلن پرمختګ وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي راکړې ورکړې ډېرې ژورې او پراخې شوې او يو پر بل يې تکيه کړې او کوي يې. د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګريزه پيمانه ۷۰۰ مليارد ډالرو ته رسيدلې، په چين کې د امريکايي تصديو د خرڅلاو کلني عايدات هم ۷۰۰ مليارد ډالرو ته رسيدلي او ګټې يې له ۵۰ مليارد ډالرو څخه اوښتې دي.

چين د نړۍ يو ستر او په چټکه توګه مخ پروده بازار دی، نو د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو همکاريو امريکايي تصديو ته ګڼ شمېر سوداګريز فرصتونه برابر کړي دي. په چين کې د امريکايي تصديو ملي کمېټې د ۲۰۱۷ کال لپاره چين ته د امريکا د بېلابېلو ايالتونو د صادراتو راپور خپور کړی چې له مخې يې په ۲۰۱۷ کال کې هر يو امريکايي بزګر په منځنۍ توګه چين ته تر ۱۰ زر ډالرو دېر توليدات صادر کړي. د چين د سوداګرۍ وزارت معلومات ښيي، د General په نوم د موټر جوړولو امريکايي کمپنۍ په چين کې څه باندې ۱۰ فرعي تصدۍ لري او په چين کې يې توليدي اندازه په ټوله نړۍ کې په خپله عمومي توليدي اندازه کې ۴۰٪ برخه نيسي. په چين کې د Qualcomm په نوم د امريکايي تصدۍ د چيپونوchips د پلورلو او نورو ته د خپل امتيازي حق د کارولو اجازې د ورکولو عايدات په خپلو ټولو عايداتو کې ۵۷٪ جوړوي. ايا ياد واقعيتونه دا ښيي که نه چې امريکايي تصديو او مشتريانو اقتصادي زيانونه ګاللي دي؟

صنعتي قوت د سوداګرۍ د سيالۍ ځواک بنسټ دی، يعنې د ځواکمن صنعت صادارت زيات دي. د موټر، الوتکو، کرهنيزو موادو او خدمتي چارو په شمول صنعتونو کې له چين سره د امريکا د سوداګرۍ مثبت توازن تل لوړ دی. د بېلګې په توګه په ۲۰۱۷ کال کې چين له امريکا څخه د ۱۳ مليارډه ۱۰۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت موټر وارد کړي او امريکا ته يې د ۱ مليارډ ۴۰۰ مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت موټر صادر کړي، د امريکا د موټر صادراتي اندازه د چين په نسبت نژدې لس چنده وه. د شمېرنې له مخې، تېر کال د امريکا په صادراتو کې ٪۵۷ لوبيا، ۲۵٪ بوينګ الوتکې، ۲۰٪ موټر او ۱۷٪ پنبې پر چين پلورل شوي.

د چين او امريکا ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د يادولو په وخت کې امريکايان د هغه حقيقت يادونه نه غواړي چې له چين سره د امريکا د خدمتي سوداګرۍ مثبت توازن له ۵۴ مليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د امريکا د سوداګرۍ وزارت د شمېرنې له مخې، تر ۲۰۱۶ کال پورې امريکا ته د چين د سترې برخې سيلانيانو شمېر په مسلسلو ۱۳ کلونو کې زيات شوی و. په ۲۰۱۷ کال کې په امريکا کې د چيني محصلينو شمېر شاو خوا ۴۲۰ زره تنه و چې امريکا له دوی څخه ۱۸ مليارډه عايدات تر لاسه کړي وو. تېر کال چين د پوهنې ملکيت حق له امله امريکا ته ۷ مليارډه ۲۰۰ مليونه فيس ورکړ چې دا شمېر په ۲۰۱۶ کال کې ۳مليارډه ۴۶۰ مليونه و.

د چين او امريکا ترمنځ د سوداګرۍ نابرابري د امريکا له خوا پر چين د صادراتو له کنترول او محدوديت سره هم اړه لري. د امريکا د اړوند ارګان د څېړنې له مخې، که امريکا چين ته د لوړې تکنالوژۍ ملکي توليداتو د صادراتو محدوديت کم کړي، له چين سره د امريکا تجارتي منفي توازن به ۳۵٪ ټيټ شي.

له حقيقت څخه ښکاري چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز تګ راتګ کې د دواړو خواوو ګټې عموماً برابرې دي، حتی د امريکا خالصې ګتې لا زياتې دي. امريکا چې له چين سره د سوداګرۍ په مثبت توازن کې ګټوونکې ده، د دغه هېواد دا داعا (( د امريکا ګټې زيامنې شوې))، د باور وړ نه دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای