CRI Online

سويډن د افراطي ښي اړخه افکارو له ضربې سره مخامخ دی

cri     (GMT+08:00) 2018-09-26 20:34:37

د سپتمبر په ۲۵مه نېټه د سويډن د پارلمان په رای ګيرۍ کې صدراعظم سبيفان لوفوين د زياتره پارلماني غړو د مخالفو رايو له امله له دندې څخه لرې کړی شو. ځکه د روانې مياشتې په لومړيو کې د دې هېواد د منځني کيڼ اړخې ډلې او د منځني ښي اړخې ډلې د پارلمان په ټاکنو کې د رايو نيمه برخه نه وه تر لاسه کړې، ښايي په راتلونکې کابينه کې له يادو دوو ډلو پرته افراطي ښي اړخی ګوند ځواکمن رول ولوبوي، دغه راز هغه شونتيا لا لوړه شوې چې د سويډن سياسي اوضاع د ښي اړخو تر کنټرول لاندې شي.

په ۲۰۰۹ کال کې د اروپا د پورونو بحران له رامنځته کېدو وروسته د سويډن اقتصاد ډېر زيانمن شوی، اقتصادي زياتوالی يې ورو شوی او د بې کارۍ کچه لوړه شوې، د بشپړو خير ښېګڼو بشپړو چارو او لوړو مالياتو شکل چې پخوا دغه هېواد په دې اړه له وياړ ډک و، متزلزل شوی دی، په ټولنه کې د ناخوښۍ احساس او منفي افکار را پيدا شوي چې دې په سويډن کې د ناردنيګ د خپرېدو لپاره زمينې برابرې کړې. له بلې خوا د ګڼ شمېر کډوالو د ننوتنې له امله کلتوري شخړې او د ټولنې د عامه امنيت د ګډېډو مسئلې رامنځته شوې. دغه راز په سويډن کې په ډله ييزه توګه ټولنيزې لانجې رامنځته شوې. يوه داسي بده ګرځېده روانه ده چې اقتصادي بحران او د کډوالو مسئله ناردنيګ او د افراطي ښۍ مفکوره سختوي، د دې ترڅنګ د افراطي ښی اړخه مفکورې د خپرونې له امله ټولنيز توپيرونه او درزونه پراخيږي.

د يادو عواملو تر اغېزو لاندې، سويډن چې پخوا يې د ټولنې عامه امنيت ښه و، اوس له زور زياتۍ، شخړو او ګډوډۍ سره مخامخ دی. پخوانی سويډن د جامعيت، زغم، برابرۍ ، او پلوراليزم له امله شهرت درلود، اوس دغه هېواد له بهرنيانو سره د په کورکورانه مخالفت، تبعيض، تعصب او مغرورۍ کې راګير شوی دی. دغه بدلونونه نه يوازې د سويډن په سياسي چاپيريال کې ليدل کيږي، بلکې د نورو هېوادونو په اړه د دې هېواد د ځينو سياستوالو او خبري رسنيو په رويې او سلوک کې هم ښکاريږي.

خلک هيله لري چې د سويډن نوی حکومت د ټولنيزو خير ښېګڼو چارو اود کډوالو په مسئلو کې اقدامات وکړي، هيله لري چې د سويډن هغه سياستوال او خبري رسنۍ چې د ناردنيګ او افراطي ښي اړخه مفکورې ستازيتوب کوي، ژر مغروري، تعصب او تکبر پرېږدي، د کډوالو او بهرنيو سيلانيانو په وړاندې بايد عقلي معرفت اعاده کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای